د هېواد په څو ولایتونو کې نشهيي توکي، نشهيي ګولۍ او د هغو د جوړولو مواد کشف او ضبط شول
د شرطې ځواکونو د جلا جلا اقداماتو په پایله کې په تخار ولایت کې ۹۵ کیلوګرامه نشهيي توکي او ۱۷۰۰ نشهيي ګولۍ، په بدخشان ولایت کې ۴۶ کیلوګرامه، په نیمروز ولایت کې ۳۵ کیلوګرامه، په کندهار ولایت کې ۷ کیلوګرامه او په ننګرهار ولایت کې ۷ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط کړي دي. همدارنګه، په کابل ولایت کې ۵۲۳ نشهيي ګولۍ، په تخار ولایت کې ۲۵۰ لیتره شراب او د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې ۲۵۰ لیتره تېزاب هم کشف او ضبط شوي دي.