۳۹ تنه مجاهدین د ځانګړې قطعې په قوماندانۍ کې له پوځي زده کړو وروسته فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ځانګړې قطعې قوماندانۍ د تعلیم او تربیې امریت له لوري ۳۹ تنه مجاهدین د دوه میاشتنیو مسلکي، تخنیکي او تکتیکي پوځي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.
مسؤولینو، د خپلو خبرو پر مهال له منسوبینو وغوښتل چې له خلکو سره د اسلامي اخلاقو پر بنسټ چلند وکړي او خپلې چارې د شریعت او قانون په اډانه کې ترسره کړي.
یاد مراسم د خیر په دعا او فارغ شویو منسوبینو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېدل.