د کورنیو چارو وزیر د خوست امنیه قوماندانۍ لپاره نوی درې پوړیز اداري تعمیر ګټې اخیستنې ته وسپاره

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۲
sdafsaf

د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج‌الدین حقاني او ورسره مل پلاوي په ګډون، د خوست ولایت امنیه قوماندانۍ لپاره نوی درې پوړیز اداري تعمیر ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه تعمیر د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي چارو معینیت اړوند د تعمیراتو لوی ریاست له لوري د څه باندې ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې ۸۶ کاري خونې او ټولې اړینې اسانتیاوې لري؛ د جومات او اړوندو تأسیساتو په ګډون یې ټول لګښت نږدې ۱۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د کورنیو چارو وزیر د یاد تعمیر پرانیسته د امنیتي بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وباله او پر دې یې ټینګار وکړ، چې امنیتي مسؤلین دې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو په تطبیق، له خلکو سره په نرم چلند او ښو اخلاقو د ولس خدمت وکړي. نوموړي امنیت او سولې ته د حکومت او ولس ګډ مسؤلیت په اشارې، له علماوو او قومي مخورو وغوښتل، چې د عامه پوهاوي، همکارۍ او ګډ تفاهم له لارې د امنیت په ټینګښت او د خپلمنځي ستونزو په حل کې ونډه واخلي.