په سرپل کې د شرطې ځواکونو ۱۱۵ عرادې وسایط ورغول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۲
dasfdasf

د سرپل ولایت امنیې قوماندانۍ د تأمیناتي چارو معاونیت اړوند د ورکشاپ آمریت منسوبینو په تېرو دریو میاشتو کې د شرطې ځواکونو ۱۱۵ عرادې بېلابېل ډوله وسایط رغولي او بېرته یې د خدمت لپاره چمتو کړي دي.

په ترمیم شویو وسایطو کې ۱۱ انټرنېشنل، ۲۲ هایلکس، ۵۳ رنجر، پنځه لندکروزر او ۲۴ نور موټرونه شامل دي. همدارنګه، دوه لوی موټرونه هم چمتو شوي، چې یو د بار د لېږد او بل لرې پرتو امنیتي پوستو ته د اوبو رسولو لپاره کارول کېږي.