۲۷ تنه په ۸ ولایتونو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي دي

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۱۶
adsfsafsa

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره  د مبارزې ځواکونو، د څو بېلابېلو اقداماتو په ترڅ کې، ۲۷ تنه د وژنې، غلاوو، د غیرقانوني ښکار او غیر قانوني وسلې لېږد په تړاو نیولي دي.
له دې ډلې، ۴ تنه د وژنې په تړاو په هرات ولایت کې، ۴ تنه د الوتونکو حیواناتو د ښکار په تړاو د سرپل په سانچارک کې، ۴ تنه د غلا په تړاو د فاریاب په ګرزیوان کې، ۴ تنه د وژنې په تړاو د غزني ولایت له ګېلان او ۲ تنه غله د یاد ولایت د مقر ولسوالۍ څخه نیول شوي.
۳ تنه د ۴۰ کارتنه دوا د قاچاق په تړاو په نیمروز کې، ۳ تنه د یوه کور څخه د غلا په تړاو په سمنګانو ولایت کې، ۲ غله په غور کې او یو تن د غیر قانوني وسلې د لېږد په تړاو په تخار ولایت کې نیول شوی.