په ۷ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۴ تنه ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جلا جلا عملیاتو په پایله کې د غلا، ناقانونه کیندنو او قماربازۍ په تړاو په ۷ ولایتونو کې ۳۴ تنه نیولي دي.
له نیول شویو کسانو ۹ تنه په نیمروز کې د ناقانونه کیندنو، ۷ تنه په تخار کې د قماربازۍ، ۶ تنه په کونړ او ۴ تنه په نورستان کې د غلا، ۳ تنه په غزني کې د یوه موټرسایکل د غلا، ۲ تنه په سمنګان کې د برېښنا مزي پرې کولو او برېښنا شرکت د یوه کارکوونکي د وهلو ټکولو او ۲ تنه په فاریاب کې د غلا په تړاو نیول شوي دي. همداراز، په فاریاب کې یو تن له یوه میل تومانچې سره نیول شوی دی.