یو شمېر وسلې او مهمات کشف او څلور تنه ونیول شول
د پکتیکا ولایت امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د شکین ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه میله کلاشینکوفونه، ۱۶۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ، ۲۰۰ فیره د پیکا مرمۍ، ۱۰۰ د توپنچې مرمۍ، شپږ بکسې شاجورونه او یو شمېر نور مهمات کشف او ضبط کړي دي.
همداراز، د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې درې تنه د یوه دوکان د توکو او وسایلو د غلا په تړاو او یو بل تن په تخار ولایت کې د واټساپ هک کولو، جعلکارۍ او له خلکو د باج اخیستو په تړاو نیول شوي دي.