په کندز ولایت کې د ۲۶۳ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۴۴
asdfasdf

د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنیتي منسوبینو د تلاشۍ پر مهال ۲۶۳ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط شوي دي.

د یادو نشه‌يي توکو په تړاو دوه تنه هم نیول شوي، چې دغه توکي یې په دوو موټرو کې ځای پر ځای کړي وو او نامعلوم لوري ته یې قاچاق کول. نیول شوي کسان به د دوسیو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.