د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په څو جلا عملیاتو کې د غلا، قتل او لرګیو قاچاق په تړاو د پنځو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ۱۵ تنه نیولي دي.
د نیول شویو کسانو له ډلې شپږ تنه د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د غلا او د یوه کس د قتل، څلور تنه د فاریاب ولایت په قیصار او چهلګزي ولسوالیو کې د غلا، درې تنه د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د لرګیو د قاچاق، یو تن د پکتیکا ولایت په مرکز کې د ۱۱ عدده ځیرکو او ساده موبایلونو د غلا او یو بل تن د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې د یوه څاروي د غلا په تړاو نیول شوي دي.