په ننګرهار ولایت کې ۳۵۰۰ کیلوګرامه راټول شوي نشهيي توکي وسوځول شول
د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو له لوري په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کشف او راټول شوي درې زره او ۵۰۰ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي، د مسوولینو په حضور کې وسوځول شول.