په پروان کې د څه باندې ۶۵۰ کیلوګرامه د لاجورد ډبرو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۲۴
asdfsaf

د پروان ولایت د امنیې قومندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت ځواکونو د یاد ولایت د اوومې امنیتي حوزې د امنیتي منسوبینو په همکارۍ، دوه تنه د لاجوردو د قیمتي ډبرو د قاچاق په تړاو ونیول.
نیول شویو کسانو په داسې حال کې چې ۶۵۶ کیلوګرامه قیمتي لاجورد ډبرې، شپږ کارتنه جنسي تقویتي درمل او درې قبضې ګلاک تومانچې چې په یو عراده «۵۸۰» ډوله موټر کې يې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای کړي وو، چې د اوومې امنیتي حوزې د شرطې لخوا په نښه او ونیول شول.
نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی او د لا زیاتو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته وسپارل شول.