کسان د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي
په نیمروز، بلخ، ننګرهار، کاپیسا، لغمان، کندوز، سمنګان، پروان، بدخشان، خوست، پنجشېر او فراه ولایتونو کې ۶۰ کسان د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي، چې له هغوی څخه ۳۶ کیلوګرامه نشهيي توکي، ۲۹ کیلوګرامه «ایف» او ۵۰۰ دانې نشهيي ګولۍ هم ترلاسه شوې دي. یاد کسان د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.