په ۵ ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تړاو ۹ کسان ونیول شول
د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې ۲ کسان له کورونو د غلا، ۲ کسان د نامشروع اړیکو او یو کس د ۱۰ عرادو موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولي دي. همداراز، د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې یو کس د قتل په تړاو له یو میل کلاشینکوف سره په فراه ولایت، یو قاتل په کاپیسا ولایت، یو غل د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار او یو بل کس د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنې ښار کې له یو کور د سپینو زرو د غلا په تړاو نیولي دي.