په کندهار او کابل ولایتونو کې لسګونه زره نشهيي ټابلیټونه کشف او ضبط شول
د شرطې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، په کندهار ښار کې ۷۴ زره او ۶۶۹ نشهيي ټابلیټونه او د کابل ښار په مربوطاتو کې له زرو ډېر نشهيي ټابلیټونه، له نږدې دوو کیلوګرامه چرسو سره یوځای کشف او ضبط کړي دي. د یادو ټابلیټونو د پلور په تړاو پنځه تنه هم نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.