د بدخشان نوی والي معرفي او په رسمي ډول یې دنده پیل کړه

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۴۵
hjjkgk

د بدخشان د نوي والي، الحاج مولوي رحمت‌الله «نجیب» د پېژندنې او د مخکیني والي، الحاج مولوي محمداسماعیل «غزنوي» د خدمتونو د درناوي په موخه مراسم ترسره شول.

په دې مراسمو کې د مرکز یو شمېر لوړپوړو مسؤولانو، ملکي او نظامي چارواکو، علماوو، قومي مخورو او د بدخشان ګڼو اوسېدونکو ګډون کړی و.

په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت سر یاور الحاج مولوي عبدالرحیم «ثاقب» له لوري د نوي والي د مقررۍ حکم ولوستل شو او د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني حفظه‌الله پیغام هم ګډونوالو ته وړاندې شو.

په پیغام کې د بدخشان د امنیت د لا پیاوړتیا، د خلکو د حقونو د رعایت، د اقتصادي فعالیتونو لپاره د خوندي چاپېریال د برابرولو، عدالت، علم، پرمختګ او ملي یووالي پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

نوي والي مولوي رحمت‌الله «نجیب» خپله دنده درنه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د مسؤولانو او خلکو په ګډه همکارۍ به د امنیت، پرمختګ، خدمتونو پراختیا او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې له هېڅ راز هڅې دریغ ونه کړي.

په مراسمو کې د مخکیني والي د خدمتونو ستاینه وشوه او له مسؤولانو، علماوو، مخورو او خلکو غوښتنه وشوه چې له نوي والي سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

مراسم د خیر په دعا سره پای ته ورسېدل.