د کورنیو چارو وزارت درستیزوال د هزاره اهل تشیع هېوادوالو له علماوو او قومي مخورو سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ځواکونو درستیزوال لوی پاسوال الحاج مولوي حزبالله افغان د هزاره اهل تشیع هېوادوالو له یو شمېر علماوو او قومي مخورو سره په کتنه کې د امنیت، ملي یووالي او متقابلو همکاریو په اړه خبرې وکړې؛ په دې کتنه کې علماوو او قومي مخورو د امنیتي ځواکونو د خدمتونو او هڅو قدرداني وکړ او د هېواد د امنیت، سولې او ثبات په ټینګښت کې یې د هغوی رول مهم وباله. ښاغلي افغان د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې ټول افغانان د یوې کورنۍ غړي دي او د هېواد امنیت، ثبات او پرمختګ د ټولو ګډ مسؤلیت دی، امنیتي ځواکونه د ټولو هېوادوالو د سر او مال ساتنې ته ژمن دي او د اسلامي اصولو په چوکاټ کې به د هېواد د ټولو قومونو او قشرونو خدمت ته دوام ورکړي.