په تخار، بدخشان، فراه او نیمروز ولایتونو کې، ۱۳۱ کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط شول
د نشه یي توکو سره د مبارزې شرطې د بېلابېلو اقداماتو په ترڅ کې، د تخار، بدخشان، فراه او نیمروز په ولایتونو کې، د ۱۳۱ کیلو ګرامه نشه یي توکو د قاچاق مخ ونیوله، چې له هغو څخه ۶۴ کیلو ګرامه په تخار، ۳۰ کیلو ګرامه په بدخشان، ۲۷ کیلو ګرامه په فراه او لس کیلو ګرامه یې په نیمروز ولایت کې کشف او ضبط شوي دي.
د یادو پېښو په تړاو ۵ کسان نیول شوي چې له لومړنیو څېړونو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.