په بلخ او پروان ولایتونو کې له ۴۵۰ څخه زیاتو اړمنو کورنیو ته نغدي پیسې او خوراکي توکي وویشل شول
د بلخ ولایت د امنیې قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت، ۳۱۴ اړمنو او سوالګرو کورنیو ته چې مخکې د دغه ولایت د موظفې کمیټې لخوا مستحقې پېژندل شوې وې، خوراکي توکي لکه وړه، وریجې، غوړي، لوبیا، چای، بوره او نور توکي وویشل.
په ورته وخت کې، په پروان ولایت کې هم د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې لخوا له ۱۵۰ اړمنو او مستحقو سوالګرو کورنیو څخه، له هرې یوې کورنۍ سره څلور زره (۴۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.