د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له ښوونیز مرکز څخه ۳۷ تنه مجاهدین او منسوبین فارغ شول
د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر ریاست اړوند له ښوونیز مرکز څخه ۳۷ تنه مجاهدین او منسوبین فارغ شول؛ په دې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د یاد معینیت د دفتر رئیس الحاج مولوي حسیبالله احمدي، د دارالانشاء عالي کمېسیون رئیس مولوي محمد نور ابوبکر فواد او د ځانګړو قطعاتو ریاست رئیس ملا امانالله حاجي قاضي د مسلکي زدهکړو او ظرفیت لوړونې پر اهمیت ټینګار وکړ او له فارغانو یې وغوښتل چې ترلاسه کړې علمي او مسلکي زدهکړې په خپلو عملي دندو کې په سمه توګه پلې کړي او له خلکو سره د اسلامي امارت د اصولو له مخې ښه چلند وکړي. غونډه د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د غوښتنې د کموالي ریاست رئیس مولوي شمسالله رشاد په دعایې او فارغانو ته د تصدیقپاڼو په وېشلو پای ته ورسېده او هغو فارغانو ته چې لومړي، دویم او درېیم مقامونه یې خپل کړي وو، نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې.