په میدان وردګو ولایت کې ۱۷۴ کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او ضبط شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۱۴
asdfsaf

 

د میدان وردګو ولایت امنیې قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې شرطې د کشفي عملیاتو په پایله کې، د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې پنځه کسان د ۱۷۴ کیلوګرامه نشه‌یي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

نیول شوي کسان به د دوسیو له ترتیبولو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.