په پکتیکا کې د نږدې درې لسیزو پخوانۍ قومي شخړه حل شوه
د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د شرمت خېلو او مېټاخېلو قومونو ترمنځ د رغزي سیمې ځمکې پر سر نږدې ۳۰ کلنه قومي شخړه، د یاد ولایت د مرستیال والي شیخ قاضي نورالله په منځګړیتوب او هڅو پای ته ورسېده. د یادې شخړې د حل په موخه د دواړو قومونو ترمنځ خبرې وشوې، چې په پایله کې یې دواړو لورو تفاهم او جوړجاړي ته ورسېدل او د سولې، ورورولۍ او ګډ ژوند پر ټینګښت یې هوکړه وکړه. د مسوولو چارواکو له لوري د قومي شخړو د حل لپاره دا ډول هڅې د ولسونو ترمنځ د یووالي، ورورولۍ او تلپاتې سولې د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.