د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي پالیسۍ د عملي کېدو په موخه یو ورځنی سمینار ترسره شو
د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي چارو د لا ښه تنظیم، د رسمي معلوماتو د کره او مسؤولانه خپرولو او د ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه، د دغه وزارت د عامه اړیکو لوی رياست له لوري یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو.
د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي پالیسي د دغه وزارت د محترم وزیر، الحاج خلیفه سراجالدین حقاني، له لوري منظور شوې، چې د وزارت د مطبوعاتي فعالیتونو د تنظیم او د رسنیزو چارو د لا اغېزمن ترسره کېدو لپاره مهم لارښود بلل کېږي.
په دغه سمینار کې د عامه اړیکو لوی رئیس، الحاج مولوي عبدالحکیم همت اخندزاده، د ولسي شرطې او ۱۱۹ ریاست رئیس، مولوي شیر احمد روحاني، د ریاست ګڼ شمېر مسؤولینو او منسوبينو ګډون کړی و.
د عامه اړیکو لوی رئیس په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د مطبوعاتي چارو د لا ښه تنظیم او د رسمي معلوماتو د پر وخت او کره شریکولو لپاره د وزارت له اړوندو ریاستونو او ادارو سره همغږي اړینه ده. نوموړي ټینګار وکړ، چې د امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو او حکمونو د ښه تطبیق، د وزارت د مقام د محترمو لارښوونو د عملي کېدو او د اړوندو مسؤولینو د هدایتونو د پلي کولو په برخه کې باید جدي پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړه، چې د عامه اړیکو لوی ریاست کارکوونکي باید د رسمي معلوماتو په راټولولو او خپرولو کې دقت، مسؤولیت، مسلکي چلند او له اړوندو ریاستونو سره همغږي په پام کې ونیسي او ټولې مطبوعاتي چارې د منظور شوې پالیسۍ له اصولو سره سمې ترسره کړي.
په سمینار کې د مطبوعاتي پالیسۍ مهم اصول او د هغې د عملي کېدو څرنګوالی ګډونوالو ته تشریح شول او د معلوماتو د راټولولو، ارزونې او خپرولو، له رسنیو سره د مسلکي تعامل، د رسمي معلوماتو د شریکولو او له اړوندو ریاستونو سره د لازمې همغږۍ په اړه لازمې لارښوونې وړاندې شوې.
د یادونې وړ ده، چې د کورنیو چارو وزارت منظور شوې مطبوعاتي پالیسي له نن ورځې څخه د دغه وزارت په اړوندو مطبوعاتي چارو کې د عملي کېدو وړ ده او د عامه اړیکو لوی ریاست ټول کارکوونکي به خپلې چارې د یادې پالیسۍ، د امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمانونو او حکمونو، د وزارت د مقام د لارښوونو او اړوندو رسمي هدایتونو له مخې ترسره کوي.