خوست ولایت کې له ۳۰۰ زیاتو اړمنو کورنیو ته نغدي پیسې ووېشل شوې
د خوست ولایت امنیې قوماندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې ځواکونو ۳۱۷ اړمنو او سوالګرو کورنیو ته، چې په یاد ولایت کې د مؤظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، شاوخوا ۸۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.