په نورستان کې یوه اندازه مهمات کشف او ضبط شول
د نورستان ولایت د دوآب ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ منسوبینو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ په بازار کې یوه اندازه مهمات کشف او ضبط کړي دي. په ترلاسه شویو مهماتو کې ۹۷ د پیکا مرمۍ، ۷۳ د کلاشینکوف مرمۍ، ۱۸ د توپنچې مرمۍ، یوه د راکټ مرمۍ او یو شمېر نور نظامي وسایل شامل دي.