په هرات کې د یوه تن د وژنې په تړاو د هغه میرمن او دوه نور کسان ونیول شول
د هرات ولایت امنیې قوماندانۍ د شرطي ځواکونو د دغه ولایت د اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوه سړي د وژنې په تړاو درې تنه نیولي دي. د هرات ښار د اتمې امنیتي حوزې ځواکونو د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وژل شوي کس د جسد له موندلو وروسته، د پېښې د عاملینو د پېژندنې او نیولو په موخه هر اړخیزې پلټنې او کشفي عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې درې تنه په دې قضیه کې د لاس لرلو په تړاو ونیول شول. د لومړنیو څېړنو له مخې، د وژل شوي کس مېرمن او دوه نور کسان په یاده پېښه کې لاس لري او نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.