د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ د ښوونیز مرکز څخه ۱۸۹ تنه ساتونکي، افسران او ساتنمنان فارغ شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۳۳
asdfsaf

د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ معینیت د ښوونیز مرکز قوماندانۍ څخه ۱۴۳ تنه ساتونکي او ۴۶ تنه افسران او ساتنمنان د مسلکي زده‌کړو له بشپړولو وروسته فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل. د فراغت په مراسمو کې د ښوونیز مرکز تدریسي مرستیال مولوي محمد شفیق راشد فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د خپلو دندو پر مهال دې اسلامي او مسلکي اصولو، غوره خدمت، نیک چلند، مسؤلیت‌منلو او امانتدارۍ ته ژمن پاتې شي. د تازه فارغ شویو افسرانو او ساتنمنانو په استازیتوب نصیب‌الله د وینا پر مهال ژمنه وکړه، چې خپلې دندې به په صداقت، ایماندارۍ او بشپړې ژمنتیا ترسره کوي.