په هرات او هلمند ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د تولید یوه کارخانه، نشه‌يي توکي او د هغوی لومړني مواد کشف او ضبط شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۳۰
asdfsa

د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو، د دغه ولایت د فارسي، پښتون زرغون، چشت او اوبې ولسوالیو په مربوطاتو کې د نشه‌يي توکو د تولید یوه کارخانه، له څه باندې ۸ زره او ۸۰۰ کیلوګرامه لومړنیو موادو سره یوځای چې د نشه‌يي توکو په جوړولو کې کارېږي، کشف او ضبط کړه. همدارنګه، د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د شرطې د عملیاتو په ترڅ کې نږدې ۱۶۰۰ نشه‌يي ګولۍ هم کشف او ضبط شوې. د دغو قضیو په تړاو ۱۸ تنه نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.