د ۴۹ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالرو د غلا په تړاو درې تنه ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۳۰
adsfasd

 

د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو د کشفي معلوماتو او ځانګړو عملیاتو په پایله کې هغه درې تنه نیولي چې د ۴۹ زره او ۵۰۰ امریکايي ډالرو د غلا په قضیه کې یې لاس درلود. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پیسو د مالک زوی هم له دغو کسانو سره په غلا کې همکار و. امنیتي ځواکونو غلا شوې پیسې بېرته ترلاسه کړې او خپل اصلي مالک ته یې سپارلي دي. امنیتي ځواکونه ډاډ ورکوي چې د خلکو د مال او ځان د خوندیتوب، د جرمونو د مخنیوي او د مجرمینو د نیولو په برخه کې به خپلې هڅې په جدي توګه روانې ساتي.