په تخار کې له ۱۰۰ کیلوګرامو څخه زیات اپیم کشف او ضبط شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۱۸
sadfas

د تخار ولایت د امنیې قومندانۍ شرطې دوه تنه د خپلو کشفي هڅو په ترڅ کې هغه مهال ونیول، چې ۱۰۷ کیلوګرامه د اپیمو (تریاک) ډوله نشه يي توکي یې په یو لېږدوونکي وسایط کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې نامعلوم ځای ته یې قاچاق کړي.
نیول شوي کسان د امنیتي منسوبینو تر نظارت او څېړنو لاندې دي او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.