امنیتي ځواکونو وسلې او مهمات کشف او د ځنګلي لرګیو د قاچاق مخه ونیوله
د پکتیکا ولایت امنیه قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د دغه ولایت د بکخېل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کشفي عملیاتو پر مهال څلور میله کلاشینکوفونه، ۲۰۵ فیره مرمۍ، اته شاجورونه او یوه چانټه چې په ناقانونه توګه ساتل کېدل، کشف او ضبط کړل.
همدارنګه، د پکتیکا ولایت امنیه قوماندانۍ د ځنګلونو د ساتنې او څارنې قطعې منسوبینو یو ټانکر موټر چې ځنګلي لرګي پکې په پټه ځای پرځای شوي وو، نیولی دی.
بلخوا، د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو دوه تنه د یوې ریکشا د غلا په تړاو نیولي دي.