۱۳ غلا شوي موټرسایکلونه کشف او په تړاو یې ۷ تنه ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۴:۳۹
asdfasf

د دایکندي ولایت امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال په مرکز او د پاتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۳ غلا شوي موټرسایکلونه کشف او ضبط کړي او د یادې قضیې په تړاو یې ۷ تنه نیولي دي.

نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو او د دوسیو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.