پکتیا کې امنیتي ځواکونو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
sdfaf

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ په ناري چینې سیمه کې امنیتي ځواکونو د کشفي عملیاتو پر مهال ۸ زره د MP مرمۍ، ۱۲ د لاسي نارنجک مرمۍ او ۵۰۰ د دهشکې مرمۍ کشف او ترلاسه کړې.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، یاد مهمات قاچاق‌وړونکو پاکستان ته د لېږد په موخه پټ کړي وو، چې د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او ضبط شول.

د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د عاملینو هویت تثبیت شوی چې له بشپړو څېړنو وروسته به ونیول شي او قانوني چلند به ورسره وشي.