په فاریاب کې د غلو د بانډ یو تن ټپي او یو تن بل ونیول شو

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
aASDa

د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ امنیه قومندانۍ منسوبینو د یادې ولسوالۍ د استخباراتو منسوبینو په همکارۍ، د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې، د قیصار او ارضلیک کلي په تر منځ کې د وسله والو غلو یو بانډ د پېژندلو وروسته، دغه بانډ مقاومت وکړ چې د نښتې په ترڅ کې، یو وسله وال غل ونیول شو، یو تن ټپي او دوه تنه نور په تېښته بریالي شول چې، د نیولو هڅې یې روانې دي.
په دغه عملیاتو کې، امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نده اوښتې او د نیول شویو غلو څخه یو میل تفنګچه، یو شاجور او یوه اندازه مرمۍ ترلاسه شوې دي.
دغه راز تپي شوی کس د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی او د نیول شوي کس څخه د قیصار په امنیه قومندانۍ کې څېړنې روانې دي.