د کندهار په صنعتي پارک کې پېښو ته د رسېدو او اور وژنې عملیاتي مرکز پرانیستل شو
د کندهار ولایت په صنعتي پارک کې پېښو ته د رسېدو او اور وژنې عملیاتي مرکز د پېښو ته د رسېدو او اور وژنې عمومي رییس، الحاج حافظ نورالله انصار، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د استازو، د صنعت او کانونو خونې د مسؤلینو، د صنعتي پارک د سوداګرو او صنعتکارانو، د کندهار او سپین بولدک پېښو ته د رسېدو او اور وژنې د مسؤلینو او یو شمېر قومي مشرانو په حضور کې رسماً پرانیستل شو. مسؤلینو د دغه مرکز پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، د دې مرکز په فعالیت سره به د اورلګېدنې او نورو بېړنیو پېښو پر مهال چټک خدمات وړاندې شي، د سوداګرو او صنعتکارانو مالي زیانونه به راکم شي او په صنعتي پارکونو کې به د اطفائیوي خدمتونو د پراختیا او پیاوړتیا لړۍ لا وغځېږي.