د ننګرهار ولایت په امنیه قوماندانۍ کې د مرکز او ولسوالیو له امنیتي او اداري مسوولینو سره د همغږۍ، اصلاح او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یوه غونډه ترسره شوه.
د ننګرهار امنیه قوماندان الحاج مولوي محب الله حماس په دې غونډه کې مسوولینو ته هر اړخیزې لارښوونې وکړې او ویې ویل چې هر مسوول باید خپلې دندې په امانتدارۍ، اخلاص او د مسوولیت په احساس سره ترسره کړي، د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د امنیت د لا زیات ټینګښت لپاره له هیڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړي. نوموړي همدا راز مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې امنیتي ګزمې او د پلټنې پوستې په ۲۴ ساعته او منظم ډول فعالې وساتي، د جرمونو د مخنیوي لپاره خپلې کشفي او امنیتي هڅې پیاوړې کړي او د رسمي یونیفورم او نظامي اصولو مراعاتولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ځکه چې د نظم، ډسپلین او نیک چلند ساتنه د امنیتي بنسټونو د بریا له اساسي ارکانو څخه شمیرل کیږي.
د دې غونډې په پای کې، مسوولینو د مشرتابه د لارښوونو د پلي کولو په اړه پر خپلې بشپړې ژمنې ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د امنیت د تامین، د خلکو د هوساینې او د غوره خدماتو د وړاندې کولو لپاره به خپلې هڅې له پخوا څخه لا زیاتې کړي.