د جوزجان والي آقچې ولسوالۍ ته د یوه سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ له یو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو، پانګوالو، مخورو او مشرانو سره وکتل.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۳۸
asdfasf


د جوزجان والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي د حاضرینو د نظرونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، د هېواد په اقتصادي وده، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا کې د سوداګرو او صنعتکارانو د ارزښتمن رول ستاینه وکړه؛ په ځانګړې توګه یې د آقچې ولسوالۍ د غالۍ اوبدلو د صنعت ستاینه وکړه چې د هغې باکیفیته او مشهورې غالۍ د هېواد په کچه او په نړیوالو بازارونو کې له ځانګړي ځایګي څخه برخمنې دي.
د جوزجان والي ټینګار وکړ چې د جوزجان ولایت سیمه ییزه اداره له صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي او ژمنه ده چې د قانوني صلاحیتونو په رڼا کې د ستونزو د هوارولو، د پانګونې د بهیر د اسانتیا، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره د مناسبې ځمکې د برابرولو په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
په پای کې د آقچې ولسوالۍ سوداګرو او صنعتکارانو د جوزجان د سیمه ییزې ادارې له ملاتړ او ژمنو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د اقتصاد د ودې، د صنعت د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او له سیمه ییزې ادارې سره د همکارۍ په لاره کې به خپلې هڅې له پخوا څخه لا زیاتې جاري وساتي.