زابل کې ۳۰۱ امنیتي منسوبینو ته روزنیز سمینارونه ورکړل شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۴:۱۳
asdfasdf

 د زابل امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د نوبهار، شملزي او اطغر ولسوالیو د امنیه قوماندانيو ۳۰۱ امنیتي منسوبینو ته د کلني پلان له مخې روزنیز سمینارونه ورکړل شول. په دغو سمینارونو کې د نظامي زده کړو، تلاشیو، پېرې، ګزمو او له ولسونو سره د همغږۍ او نیک چلند اړوند مسلکي روزنه وړاندې شوه.  مسؤلین وایي چې د امنیتي ځواکونو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره به د ورته روزنیزو پروګرامونو لړۍ دوام ولري.