شپږ تنه د غلا په تړاو ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۱۱
adfas

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د غلا په تړاو ۶ تنه په بېلابېلو ولایتونو کې نیولي دي. د معلوماتو له مخې، په هرات کې یو تن د دوو موټرو د غلا، په جوزجان کې درې تنه له یوه کوره د غلا، په پکتیکا کې یو تن د غلا او په دایکندي کې یو بل تن د یوه موټرسایکل د غلا په تړاو نیول شوي دي.