د بغلان والي له یونما سره د پراختیايي همکاریو په اړه خبرې وکړې

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۵:۱۱
adfasf

د بغلان والي الحاج مولوي عبدالله مختار په شمال او شمال ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یونما) له مسؤل روبین کالپین سره د لیدنې پر مهال د بغلان د خلکو پر لومړنیو اړتیاوو، پراختیايي پروژو او د نړیوالو مرستو پر زیاتوالي خبرې وکړې. والي د پوهنې، روغتیا، کرنې، مالدارۍ، د کډوالو ملاتړ او زیربنايي پروژو په برخه کې د عملي همکاریو د پراخېدو غوښتنه وکړه. د یونما مسؤل وویل، بغلان لا هم د دوی له لومړیتوبونو څخه دی او هڅه به وکړي چې د شته امکاناتو په چوکاټ کې مرستې او د مرستندویه مؤسسو فعالیتونه په دې ولایت کې پراخ شي.