د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین د اندونیزیا سفارت له سکرتر سره وکتل

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۵:۱۱
asdasfd

 

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج شیخ عبدالرحمن منیر په کابل کې د اندونیزیا سفارت له سکرتر، عادي، سره وکتل.

د غونډې په پیل کې د اندونیزیا سفارت سکرتر عادي د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د لاسته راوړنو ستاینه وکړه. نوموړي وویل، غواړي د دوکتورا سند د ترلاسه کولو لپاره د دغو بریاوو د څرنګوالي په اړه هر اړخیزه علمي څېړنه ترسره کړي.

وروسته الحاج شیخ عبدالرحمن منیر د نوموړي هرکلی وکړ او مننه یې ترې وکړه چې غواړي د یوې علمي څېړنې له لارې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت بریالۍ تجربې علمي او څېړنیزو مرکزونو ته معرفي کړي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین زیاته کړه، د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان پر بنسټ، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د مخنیوي او مبارزې په برخه کې سترې لاسته راوړنې لري. هغه وویل، د افغانستان تجربه کولای شي د نشه يي توکو پر وړاندې د بریالۍ مبارزې په برخه کې د نورو هېوادونو لپاره یو اغېزناک او بریالی الګو وګرځي.