دوه غلا شوي وسایط کشف او شپږ تنه د غلا په تړاو ونیول شول
د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیتي منسوبینو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې، د جلالآباد ښار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې یو کس د دوو عرادو کرولا ډوله موټرونو د غلا په تړاو ونیول.
همدارنګه، د سمنګان ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیتي منسوبینو درې تنه له یوې ناقانونه توپنچې سره د یاد ولایت پر عمومي لویه لاره نیولي دي. سربېره پر دې، دوه نور کسان چې څه موده وړاندې یې له یو کور غلا کړې وه، د ایبک ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوي دي.