په کابل ولایت کې ۱۶ کیلوګرامه شیشه، ۱۰ زره د نشه‌يي توکو ګولۍ او نږدې دوه زره لیټره شراب کشف او ضبط شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۴
asdfa

د کابل ولایت امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطه د یاد ولایت په اړوندو سیمو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۱۳ کیلوګرامه شیشه، ۳ کیلوګرامه چرس، نږدې ۱۰ زره د نشه‌يي توکو ګولۍ او شاوخوا دوه زره لیټره شراب کشف او ضبط کړي دي.

په تړاو یې څلور تنه د یادو نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي دي، چې د قضیې تر بشپړېدو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.