۲۳ تنه د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
asdf

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د تېرو اوو ورځو په ترڅ کې د دغه ولایت په مربوطاتو کې ۲۳ تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

له نیول شویو کسانو څخه له دوو زرو څخه زیاتې نشه‌يي ګولۍ، نږدې دوه کیلوګرامه چرس او یو اندازه شیشه هم ترلاسه شوې ده.