په ننګرهار ولایت کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲۱
sdfgg

د ننګرهار ولایت د غني‌خېلو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د یادې ولسوالۍ د ۲۷م کانال په سیمه کې یو تن له وسلو او مهماتو سره نیولی دی.

له نیول شوي کس څخه یو میل پیکا، یو میل راکټ، درې میله کلاشینکوفونه، یو میل M16 ټوپک، د کلاشینکوف ۱۴ شاجورونه او د M16  ټوپک څلور شاجورونه کشف او ضبط شوي دي.

نیول شوی کس تر څېړنو لاندې دی چې له لومړنیو تحقیقاتو وروسته به د قانوني اجراآتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.