د سرحدي پولیسو نظامي مرستیال الحاج مولوي عبدالمنان حسان، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قزاقستان هېواد له سفیر ښاغلي غازیز اکباسوف او د دغه هېواد د امنیتي بنسټونو له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پر پراختیا، د امنیتي وضعیت پر لا ښه والي او د ګډو امنیتي موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه. دواړو لوریو د متقابلو همکاریو پر پیاوړتیا او د امنیتي اړیکو پر لا زیاتې پراختیا خوښي څرګنده کړه او د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.