په بلخ کې نږدې ۲۰۰ کیلوګرامه چرس کشف او ونیول شول
د بلخ ولایت امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو، د استخباراتي ځواکونو په همغږۍ د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د مزارشریف ښار د درېیمې حوزې له اړوندو سیمو څخه ۱۹۹ کیلوګرامه چرس کشف او ونیول. د دې قضیې په تړاو ۷ تنه نیول شوي دي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.