د زابل امنیه قوماندانۍ له لوري د مرکزي دارالایتام له ۵۶۰ تنه زده کوونکو سره نغدي مرسته وشوه

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۴:۱۹
شسیبیشسب

د زابل امنیه قوماندانۍ له لوري د مرکزي دارالایتام له ۵۶۰ تنه زده کوونکو سره نغدي مرسته ترسره شوه. په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د زابل والي، امنیه قوماندان، د علماوو شورا رییس، د استخباراتو رییس، د دارالایتام مسئولینو او ګڼ شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی و. د ویناوالو له لوري د شهیدانو د کورنیو او یتیمانو پر ملاتړ، روزنې او پالنې ټینګار وشو او ډاډ ورکړل شو چې اسلامي نظام به د هغوی لاسنیوی او ملاتړ ته دوام ورکوي. د مراسمو په پای کې د زابل امنیه قوماندانۍ له لوري د دارالایتام زده کوونکو ته د اختر په مناسبت نږدې درې سوه زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه او د ماښامنۍ مېلمستیا هم ورته برابره شوې وه.