​۲۲ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۴۸
asdf

​د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو په تېرو درېیو ورځو کې ۱۲ تنه غله د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو د یاد ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په لومړۍ حوزې کې نیولي دي.
​همدارنګه، د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو په څو جلا جلا اقداماتو کې، ۴ تنه د قتل په تړاو د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې، ۳ تنه د غلا په تړاو د بغلان ولایت په بنو اندارب ولسوالۍ کې او ۳ نور کسان هم د غلا په تړاو د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې نیول شوي دي.