په نیمروز ولایت کې ۲۲۵ زره نشه‌يي ټابلېټونه کشف او ترلاسه شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۴۸
asdfa

​د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یو لړ هدفمندو عملیاتو په پایله کې، ۲۲۵ زره نشه‌يي ټابلېټونه (کپتاګون/ټابلېټ کا) د یاد ولایت د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه کړي دي.
​د دې پېښې په تړاو یو تن هم نیول شوی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.