په ۷ ولایتونو کې ۱۲ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو، د جلا جلا عملیاتو پر مهال ۵ تنه د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د غلا، ۴ تنه په اروزګان کې د موټرسایکل د غلا، ۱ تن په خوست کې د تذکرې او پاسپورټ د جعل، یو تن په هرات کې د غلا او یو تن د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د وسلې ناقانونه لېږد په تړاو نیولي دي. همداراز، پولیسو په پروان ولایت کې له یوې ویجاړې استوګنیزې ودانۍ څخه ۱۹ د هاوان مرمۍ هم کشف او ضبط کړې دي.